تازه خبر

جرمني: اوکراین به له ۲۰۳۴ کال مخکې د اروپايي ټولنې برخه نه شي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۷

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي چې اوکراین به احتمالا تر ۲۰۳۴کال پورې د اروپايي ټولنې برخه نه شي او دا پروسه به اوږد وخت ونیسي.

فریدریښ مېرڅ، د رومانیا له ولسمشر نیکوسور ډان سره له یوې ناستې وروسته وویل،چې اوکراین به د اروپايي ټولنې د راتلونکې بودیجوي دورې پای ته رسیدو مخکې دغه اتحاد ته لاسرسی پيدا نکړي،

مېرڅ زیاته کړې،چې د جرمني لومړیتوب دادی چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه پای ته ورسېږي او د دغه هېواد په اوږدمهاله بیا رغونې باندې تمرکز وکړي.

هغه وویل: « زموږ لپاره، تر ټولو لوی لومړیتوب دا دی چې لومړی د هرې ممکنه لارې هڅه وکړو چې دا جګړه پای ته ورسوو.»

هغه ټینګار وکړ، چې « بیا به موږ د اوکراین د بیا رغونې په اړه خبرې وکړو... خو دا به څو کاله وخت ونیسي. دا به شاید د اروپايي ټولنې اوسني منځمهالي مالي لید ته هم کوم اغېز ونه رسوي.»

یاده دې وي چې اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲کال یرغل وروسته د اروپايي ټولنې غړیتوب ته غوښتنلیک ورکړ او په همدې کال کې یې د نوماند هېواد په توګه وضعیت ترلاسه کړ. د غړیتوب پروسه د شپږو بحثونو پر بنسټ رامنځته شوې چې پکې سیاسي، اقتصادي، او حقوقي اصلاحات شامل دي.

نور خبرونه

رادیو