د اروپايي هېوادونو لوړپوړو ډېپلوماتانو ایران ته خبرداری ورکړی، که د دوبي تر پایه پورې یې د اټومي هوکړې د بیا راژوندي کولو په برخه کې څرګند پرمختګ ونهکړ؛ دوی چمتو دي چې د ملګرو ملتونو «سنیپبک» میکانیزم فعال کړي، چې له مخې به یې پر ایران نړۍوال بندیزونه ولګول شي.
د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د خبرو پر مهال؛ د برېتانیا، فرانسې، جرمني او اروپايي ټولنې استازو ټینګار وکړ، چې د اسراییل او امریکا له لوري په جون میاشت کې د ایران پر اټومي تاسیساتو تر بریدونو وروسته باید ژر تر ژره د ډیپلوماسۍ لور ته د ستنېدو لپاره لومړیتوب ورکړل شي.