د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې له هند سره د سوداګرۍ هوکړې ته ډېر نږدې شوی او ښایي له اروپايي ټولنې سره هم یوې هوکړې ته ورسېږي. د ټرمپ په وینا؛ دا لا ډېر وختي دی، چې له کاناډا سره د هوکړې په تړاو څه ووایي.
د رویټرز د راپور لهمخې؛ د هند یو سوداګریز پلاوی او د اروپايي ټولنې چارواکي د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته رسېدلي دي.
ټرمپ ویلي، چې اروپايي ټولنه پخوا د سوداګرۍ په خبرو کې ډېره سخته وه؛ خو اوس هوکړې ته چمتو شوې ده.