طالبانو د برېتانیايي رسنیو هغو راپورونو ته غبرګون ښودلی، چې ګواکي د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانانو د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته یو شمېر کسان طالبانو وژلي دي. طالب ویاند وايي، ددوی « استخبارات اړتیا نه لري دغسې کسان، چې وار له مخه عفوه ورته شوې، وڅاري».
د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په وځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، :«استخبارات هېڅ اړتیا نه لري، چې دغسې کسان چې وار له مخه عفوه ورته شوې وڅاري، د دوی اړوند ټول اسناد او معلومات دلته موجود دي، په دفاع وزارت، داخله وزارت او استخباراتو کې یې ټول معلومات شته، موږ ضرورت نه لرو د برېتانویانو له خوا افشا شويو اسنادو نه استفاده وکړو.»
طالبانو ادعا کړې، چې د عمومي عفوې د فرمان په شته والي کې د دې ډلې له خوا هېڅوک نه څارل کیږي.
نوموړی زیاتوي:«د اسلامي امارت له خوا له هېچا سره انتقامي برخورد نه کیږي، هېڅوک حق او اجازه نه لري، چې څوک تعقیب کړي، ويې څاري او یا زیان ورته ورسوي.»
د طالبانو د ویاند مرستیال دا څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې برېتانیایۍ ورځپاڼې ډېلي ټېلګراف په یوه تازه څېړنه کې ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې برېتانیا د افغان همکارانو د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته، طالبانو لږ تر لږه ۲۰۰ پخواني افغان سرتېري او پولیس پېژندلي او وژلي دي.