د متحده ایالاتو حکومت د پنجشنبې په ورځ هغه وسلهواله ډله د ترهګرې ډلې په توګه ونوموله، چې د هند تر ادارې لاندې کشمير په پاهلګام سیمه کې د خونړي برید مسولیت منلی و. دغه پېښه وروسته د هند له خوا د پاکستان پر خاوره د هوايي بریدونو لامل شوه.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې یاده ډله، چې ځان "مقاومت جبهه" بولي، د ملګرو ملتونو لهخوا د ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې لشکر طیبه یوه څانګه او مخکښه بڼه ده.
روبیو زیاته کړې: "دغه نومول دا ښيي چې د ټرمپ اداره د خپلو ملي امنیتي ګټو ساتلو، ترهګرۍ ضد مبارزې، او د پاهلګام د برید لپاره د ولسمشر ټرمپ د عدالت غوښتنې د پلي کېدو لپاره ژمنه ده."
په پاهلګام کې، چې یوه سیاحتي سیمه ده، وسلهوالو د اپرېل په برید کې ۲۶تنه ووژل، چې زیاتره قربانیان یې هندو مذهبه کسان وو. ژوندي پاتې شوي کسان وايي، بریدګرو ښځې او ماشومان بېل کړل او ځینې نارینه یې اړ ایستل چې د اسلام کلمه ووایي.