د اوکراین پارلمان یولیا سویریډینکو د دغه هېواد نوې لومړۍ وزیره وټاکله

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۶

په داسې حال کې چې له روسیې سره د سولې امکانات ورځ تربلې کمیږي، د اوکراین پارلمان نن ( پنجشنبه) د دغه هېواد لپاره نوې لومړۍ وزیره وټاکله.

دا اقدام په کابینه کې د ستر بدلون یوه برخه ده، چې موخه یې د جنګ پر مهال د ادارې پیاوړتیا ده.

۳۹ کلنه یولیا سویریډینکو ته دنده سپارل شوې چې د اوکراین د وسلو کورنی تولید زیات کړي او پر بهرنیو پورونو متکي اقتصاد بېرته راژوندی کړي.

زیلېنسکي د پارلمان یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې له خپلې نوې کابینې تمه لري، چې د شپږو میاشتو په موده کې د جګړې په ډګر کې د کورنیو وسلو ونډه له ۴۰ سلنې ۵۰ سلنې ته ورسوي.

سویریډینکو تر دې مخکې، له ۲۰۲۱ کال راهیسي د لومړۍ مرستیالې دنده پرغاړه لرله.

نور خبرونه

رادیو