د روسیې پخوانی ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف وايي، روسیه پر ناټو او یا هم اروپايي هېوادونو د برید څه پلان نه لري خو که لویدیزوال د اوکراین جګړه نوره هم پراخه کړي نو مسکو باید ځواب ووايي او که اړتیا وي، مخکې له مخکې بریدونه پیل کړي.
د روسیې له تاس خبري ژانس سره د دیمیتري مېدوېدېف په خبرو کې داسې ښکاري چې مسکو له لوېدیځ سره د اوکراین پر سر د لانجې د لا پراخېدو احتمال احساسوي.
همدا څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روسیې وغوښتل چې په ۵۰ ورځو کې دننه له اوکراین سره سوله وکړي ګنې له سختو بندیزونو سره به مخ شي.
مېدوېدېف یو ځل بیا د ناټو او اروپايي هېوادونو د مشرانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې روسیه به یوه ورځ پر یوه اروپايي هېواد برید وکړي خو ورسره جوخت یې په ډاګه کړې چې که لویدیزوال نور ګامونه واخلي، نو روسیه باید په بشپړ ډول ځواب ورکولو ته چمتو وي.
د مېدوېدېف د دغو څرګندونو په اړه کرملېن ویلي، سره له دې چې یادې څرګندونې د مېدوېدېف شخصي څرګندونې دي خو د اروپا د دریځ په تړاو د هغه څرګندونې برحقه دي.
رویټرز وايي، دیمیتري مېدوېدېف چې دمګړۍ د روسیې د امنیت شورا مرستیال دی، له۲۰۰۸کال نه تر ۲۰۱۲کاله د روسیې د ولسمشر په توګه ځان یو معتدل اصلاح غوښتونکی معرفي کړی و خو اوس د لویدیزوالو پر وړاندې سخت دریځ لري او د ډيپلوماټانو په وینا، د هغه څرګندونې د روسیې د ځینو لوړپوړو کړیو له دریځ سره برابرې دي.