امریکا په سوريه کې خپلو وګړو ته خبردارۍ ورکړی چې له دغه هېواده ووځي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۶

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژر له سوريې څخه ووځي او دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په خبرتيا کې ویل شوي، چې د وسله والې شخړې او تاوتريخوالي د ګواښونو له کبله یې دا خبرداری ورکړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) نېټه په یوې خبرتیا په ترڅ کې په سوریه کې خپلو وګړو ته سپارښتنې کړې، چې د ګواښونو او تاوتريخوالي د زياتېدو له کبله له دغه هېواده ووځې او له سفر کولو دې ډډه وکړي.

دوی خپلو وګړو ته ویلي: «که تاسو کولی شئ په خپله له سوريې څخه ووځئ، مهرباني وکړي دا کار وکړئ، امریکايي وکړي کولی شي له سوريې څخه اردن ته ولاړ شي او که نه شی کولی خوندي سیمو کې دې پناه واخلي.»

امریکا سفارت په ۲۰۱۲ کال کې په دمشق کې خپل فعالیتونه وځندول او اوس مهال امریکا په سوريه کې هيڅ ډول منظم یا بېړنۍ قونسلي چوپړتیاوې نه شي وړاندې کولی.

له ډېرې مودې راهيسي د سوريې او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالی جریان لري.

همدا نن تازه د سوریې دولتي خبري اژانس«سانا» د راپور له مخې، داسراییل جنګي الوتکو نن پنجشنبه د سویدا ښار شاوخوا سیمو باندې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

دا بریدونه وروسته له هغه ترسره شوي، چې د سوریې دولتي ځواکونه له سویدا ښار څخه د دروز جنګیالیو سره له مرګونو نښتو وروسته په شا شول.

نور خبرونه

رادیو