اسراییل له ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې د فلسطیني سیمو او اسراییل د بشري حقونو د سرغړونو د پلټنې خپلواک کمیسیون له منځه یوسي، دا غوښتنه یې د تعصب پر بنسټ بللې ده. دا څرګندونې د یوه لیک له لارې شوي، چې رویټرز لیدلی دی.
د چهارشنبې په ورځ ملګرو ملتونو ته د اسراییل سفیر، دانیېل مېرون، په یاد لیک کې ویلي چې د اشغالشویو فلسطیني سیمو، په شمول د ختیځ بیتالمقدس، او اسراییل د پلټنې خپلواک نړیوال کمیسیون د اسراییل پر وړاندې تعصب لري.
د ملګرو ملتونو دې کمیسیون وروسته له هغه د اسراییلي پوځ کړنې وغندلې، چې تېر کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه د حماس تر بریدونو وروسته اسراییل پر غزه یرغل پیل کړ.