د بریټانیا د پارلمان ۸۴ غړو د اسراییل پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه کړې

۵ ساعتونه مخکې

د بریټانیا د نهو سیاسي ګوندونو ۸۴ پارلماني استازو او مشرانو د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي څخه په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د اسراییل پر وړاندې پراخ بندیزونه وضع کړي.

په لیک کې راغلي، اسراییل پرله‌پسې د نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي او باید حساب ورسره وشي. د پارلمان غړو وړاندیز کړی چې له اسراییل سره سوداګریز تړون دې تر هغه وخته وځنډول شي، تر څو یې کړنې د نړیوالو اصولو سره سمې شوې نه وي.

دوی همداراز د وسلو د لیږد بندېدو، د غیرقانوني مېشت‌ځایونو سره د سوداګرۍ درولو، او د غزې جګړه کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه کړې.

نور خبرونه

رادیو