بنګله‌دېش کې د زده‌کړیالانو لاریونونه؛ څلور کسان وژل شوي دي

۵ ساعتونه مخکې

ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې د بنګله‌دېش په سوېلي ګوپال‌ګنج ښار کې ‌د «ښاریانو ملي ګوند» د لاریونونو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. یاد ګوند د هغو زده‌کړیالانو له‌خوا جوړ شوی، چې تېرکال یې د شېخ حسینې حکومت د پرځېدو لاریونونه رهبري کړي وو.

د بنګله‌دېش د لنډمهالي حکومت مشر محمد یونس په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د لاریونونو پرمهال د ښاریانو ملي ګوند پر غړو، پولیسو او خبریالانو بریدونه شوي، موټرونه ویجاړ شوي او خلک وهل شوي دي. هغه د شېخ حسینه په مشرۍ د عوامي لیګ ګوند د زده‌کړیالانو څانګه د دې تاوتریخوالي مسووله بللې ده.

نور خبرونه

رادیو