د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، هغه پنځه بهرني کډوال چې د جدي او خطرناکو جرمونو له امله محکوم شوي وو، د افریقايي هېواد اسواتیني ته شړل شوي دي.
دغه کسان د ویتنام، جاماییکا، کیوبا، یمن او لاووس وګړي دي او د امریکا چارواکي وایي، هغوی دومره خطرناک او "وحشي" بلل شوي چې خپل اصلي هېوادونه یې د بېرته منلو ته چمتو نه وو.
تر دې مخکې امریکا ۸ نور محکوم شوي کسان سوېلي سوډان ته هم استولي وو، خو د هغه هېواد چارواکو تر اوسه نه دي ویلي، چې دغه کسان اوس چېرې دي یا څه حالت لري.
د امریکا د کورني امنیت وزارت مرستیالې تریشا مکلافلین ویلي، چې دا کسان د هغو مجرمینو له ډلې دي چې خپل هېوادونه یې له منلو انکار کوي، نو ځکه امریکا اړ شوې چې هغوی نورو هېوادونو ته واستوي.