هاګ ډله: اسراییل به د فلسطین پروړاندې د خپلو ظلمونو حساب ورکړي

۱۱ ساعتونه مخکې

د کولمبیا په بوګوتا غونډه کې د نړۍ له بېلابېلو برخو ۲۴ هېوادونو په ځانګړي ډول د هاګ ډلې ۱۲ غړو پرېکړه وکړه، چې اسراییل ته د وسلو لېږد بندوي.
دا ګام د غزې په تړاو د اسراییلي ظلمونو پروړاندې د حساب‌ورکونې د نوې نړۍوالې هڅې برخه ده.

د غونډې ګډونوالو شپږ اقدامات تصویب کړل، چې پکې د وسلو بندیز، د وسلو وړونکو بېړیو منع، د دولتي قراردادونو ارزونه او د نړۍوالو جرمونو د محاکمه کولو ملاتړ شامل دي.
د هاګ ډلې مسوولینو وویل، نور باید اسراییل د خپلو کړنو ځواب ووايي او د فلسطینیانو حقونه تر پښو لاندې کول پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو