د امریکا د کډوالۍ د تګلارې له مخې، هغه پنځه بهرني کډوال چې د جدي جرمونو له امله شړل شوي وو، افریقایي هېواد اسواتیني ته استول شوي دي.
د اسواتیني حکومت ویلي، دغه کسان به د نړۍوالې کډوالۍ سازمان (IOM) په همکارۍ بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته واستول شي.
دې پرېکړې د افریقايي بشري حقونو ډلې اندېښمنې کړې دي او وایي، چې دا کړنه د کډوالو د حقونو خلاف او له بشري اصولو سره په ټکر کې ده.