د هند په هېماچل پردېش کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۰۶ کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۵

په تېرو ۲۵ ورځو کې د هندوستان په هېماچل پردېش ایالت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شو.

د دغه ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مدیریت ادارې ویلي، چې یاد کسان د سختو بارانونو، سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او توندو بادونو له کبله په رامنځته شویو ټرافیکي پېښو کې مړي شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې ورښتونو دارنګه تر ۲۹۰ ډېر کورونه هم ویجاړ کړي دي.

له بل پلوه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ځايي چارواکو په راتلونکو ورځو کې هم د سختو ورښتونو په اړه خبرداری ورکړی او د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه یې کړې ده.

نور خبرونه

رادیو