اسراییل د سوریې د دفاع وزارت پر ورودي دروازه بریدونه وکړل

۷ ورځې مخکې

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د چارشنبې په ورځ یې په دمشق کې د سوریې د دفاع وزارت ورودي دروازه په نښه کړې او دا بریدونه یې د دې لپاره کړي، چې د دروز لږه کي د سوریې د دولتي ځواکونو له احتمالي زیانونو وساتي.

دا درېیمه ورځ ده چې اسراییلی پوځ پر سوریه هوايي بریدونه کوي.

په سویدا ښار کې د حکومتي ځواکونو او د دروز جنګیالیو ترمنځ له څو ورځو راهیسې نښتې روانې دي.

د سوریې د دفاع وزارت یوې امنیتي سرچینې روېټرز ته ویلي، لږ تر لږه دوو بې‌پیلوټه الوتکو د دفاع وزارت ودانۍ په نښه کړې او افسران اړ شول چې ځانونه د ودانۍ بلې برخې ته ورسوي.

دولتي "الاخباریه" تلویزیون رپوټ ورکړی چې په دغه برید کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

اسراییلي پوځ تایید کړه چې د سوریې رژیم د پوځي مرکز دروازه یې په نښه کړې او و یې ویل چې د جنوبي سوریې د دروز ملکیانو پر وړاندې د سوریې حکومت د روانو اقداماتو نږدې څارنه کوي.

د سوریې دولتي رسنیو او عیني شاهدانو ویلي، چې د چارشنبې په اوږدو کې اسراییلي بریدونه د سوېدا ښار شاوخوا سیمو ته پراخ شوي.

نور خبرونه

رادیو