د بحرین ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده سلمان بن حمد ال خلیفه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال اعلان وکړ، چې دغه هېواد به په امریکا کې د صنعت، ټکنالوژۍ او انرژۍ په برخو کې د ۱۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي چې نوم یې نهدی ښودل شوی، رویټرز ته ویلي چې له دې پانګونې څخه نږدې ۷ میلیارد ډالره به د ۱۲ بوینګ الوتکو او ۴۰ جنرال الکتریک الوتکې انجېنونو د اخیستلو لپاره ځانګړې شي، ترڅو د بحرین ملي هوايي شرکت "ګلف اېر" ته وسپارل شي.
یاد چارواکی زیاتوي، چې دا نوې موافقه به نږدې ۳۰ زره کاري فرصتونه په امریکا کې رامنځته کړي.
دواړو لوریو همداراز د ۸۰۰ کیلومتره اوږده یوه سمندري کېبل د جوړېدو طرحه هم اعلان کړه، چې بحرین به د سعودي عربستان، کوېت او عراق له لارې له نړۍوالو معلوماتي شبکو سره ونښلوي.
سربېره پر دې، بحرین پلان لري چې په امریکا کې د انرژۍ، ټکنالوژۍ او تولیدي برخو کې خپلې پانګونې لا پسې پراخې کړي.
د امریکايي چارواکو په وینا، دا پانګونه به د المونیم او مایع ګازو د تولید کچه لوړه کړي او د مصنوعي هوش پرمختللي چېپونه به د امریکايي شرکتونو په مرسته وپېري.
د یادونې ده، چې بحرین او امریکا لا له وړاندې په ۲۰۲۳ کال کې یو امنیتي او اقتصادي تړون لاسلیک کړی و.