مارکو روبیو: تمه کېږي چې د سوریې کړکېچ په راتلونکو ساعتونو کې راکم شي

۷ ورځې مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، تمه ده چې د سوریې په سوېل کې د دروزي او بدوي ډلو ترمنځ جګړه چې د سوریې او اسراییل ترمنځ د "سوء تفاهم" لامل شوې وه، ژر پای ته ورسېږي.

روبیو د جولای پر۱۶مه، د بحرین له بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف الزیاني سره د اتومي همکارۍ د هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال، خبریالانو ته وویل: « موږ د [ناکراریو د] رښتیني راکمېدو پر لور روان یو او هیله ده چې بېرته د سوریې د بیا رغونې او د سیمې پر ثبات تمرکز ته راوګرځو».

هغه زیاته کړه، چې امریکا هیله لري د دې هڅو نتیجه په راتلونکو څو ساعتونو کې ښکاره شي، خو دا لا روښانه نه‌ده چې ایا هغه د سوریې د احتمالي اوربند په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي که نه، ځکه له سیمې راپورونه د یوه اوربند د پلي کېدو خبر ورکوي.

اسراییل په پراخو هوايي بریدونو کې د دمشق دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې سیمې په نښه کړې دي.

اسراییل ویلي چې د سوریې رژیم باید له دروزي ټولنې سره دښمني بنده کړي او خپل ځواکونه له سوېلې سیمو وباسي.

نور خبرونه

رادیو