خامنه‌یي: ایران داسې ځای ته رسېدلی چې له امریکا څخه نه ډاریږي بلکې امریکا ترې وېرېږي

۷ ورځې مخکې

د ایران مذهبي مشر وايي، چې هېواد یې اوس هغه ځای ته رسېدلی چې نه یوازې له امریکا نه،‌ نه وېرېږي، بلکې امریکا ترې وېرېږي.

خامنه يي په قطر کې د امریکا پر اډه د ایران د توغندیز برید په تړاو وویل، چې« که د سانسور پرده لرې شي، نړۍ به وویني چې ایران څه لویه ضربه ورکړې ده».

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د چارشنبې په ورځ د ایران د قضایي قوې د مشرانو په غونډه کې وویل چې له اسراییل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د خلکو کار «د ملي هوډ، ارادې او پر نفس باور» ښکاره نښه وه.

ده دا روحیه د امریکا او اسراییل په څېر ځواکونو سره د مقابلې لپاره "بې‌سارې ارزښتناکه" وبلله.

خامنه‌یي ادعا وکړه چې ایران اوس هغه ځای ته رسېدلی چې نه یوازې له امریکا ‌ونه ېرېږي، بلکې امریکا ترې وېرېږي.

د ایران مشر ټینګار وکړ: «د ایران ولس به هېڅ ډګر ته د کمزورې خوا په توګه داخل نه‌شي. موږ له ټولو لازمو امکاناتو، له منطق نه واخله تر پوځي ځواک پورې، برخمن یو. که دیپلوماسي وي او که جګړه، موږ به تل له پوره ځواک سره میدان ته داخلېږو».

خامنه‌یي همداراز وویل چې که اسراییل کولای شوای د ځان دفاع کړي، نو دومره به‌ یې پر امریکا تکیه نه کوله.

هغه ادعا وکړه، چې «اسراییل پوه شو چې د اسلامي جمهوريت پر وړاندې مقاومت نه‌شي کولای، نو د امریکا مرسته یې وغوښته».

ده د ایران د متقابل برید یادونه هم وکړه او ویې‌ویل: «موږ پر هغه امریکایي مرکز برید وکړ چې ډېر حساس و. که د سانسور پرده لرې شي، نړۍ به وویني چې ایران څه لویه ضربه ورکړې ده».

نور خبرونه

رادیو