د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ډیموکرات غړی اېمي بیرا وايي، چې د امریکا د بهرنیو مرستو له کبله د نړۍ مېلیونونه خلک ژغورل شوي؛ خو د دغه مرستو په تړاو د ټرمپ ادارې اقدام د امریکا اعتبار ته زیان رسولی.
هغه ویلي، چې د امریکا بهرنۍ مرستې شعار نه؛ بلکې د امریکا د ارزښتونو ښکارندويي کوي.
نوموړي همدا راز نیوکه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې له لوري د دغه سیسټم کمزوري کول «شرموونکی خیانت» دی.