د نړۍ له ۱۴ میلیونو زیات ماشومان لا هم له واکسین څخه بې‌ برخې دي

پرون

د روغتیا نړۍوال سازمان «ډبلیو اېچ او» او د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق «یونېسف» په خپل وروستي ګډ راپور کې ویلي، چې په نړۍ کې له ۱۴ میلیونو څخه ډېرو ماشومانو لا هم هېڅ واکسین نه‌دی ترلاسه کړی.

په راپور کې راغلي، چې دا شمېر د «ډبلیو اېچ او» د ۲۰۲۴ کال له ټاکل شوې موخې څخه ۴ میلیونه زیات او د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱.۴ میلیونه لوړ دی.

د دواړو بنسټونو کډ راپور زیاتوي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۵ سلنه کوچني ماشومان په هغو ۲۶ هېوادونو کې ژوند کوي، چې د جګړو، بې‌ثباتۍ یا بشري ناورینونو له امله اغېزمن شوي، چې دا ماشومان د ټولو بې‌واکسینه ماشومانو نیمایي برخه جوړوي.

له واکسین څخه د دغو ماشومانو پاتې کېدل بېلابېل لاملونه لري، لکه د روغتیايي خدماتو کمښت، د واکسین رسونې سیستم ګډوډي، په جګړه‌ځپلو سیمو کې ناامني او د واکسین په اړه ناسم معلومات.

د روغتیا نړۍوال سازمان د واکسین او بیولوژیک څانګې مشرې ډاکټرې کیټ اوبراین خبرداری ورکړی، چې «که د واکسین پوښښ حتی لږ هم راټیټ شي، نو دا کولی شي د وژونکو ناروغیو خپرېدو دروازه پرانیزي او د هغو روغتیایي سیسټمونو چې له وړاندې پرې فشار موجود وي، د لا ګډوډۍ سبب شي.»

په راپور کې ښودل شوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۹ سلنه ماشومان لږ تر لږه یو دوز د «ټیټانوس، ډفټریا، ټوخی» واکسین ترلاسه کړی او ۸۵ سلنه یې درې واړه دوزونه بشپړ کړي دي.

راپور زیاتوي، د شري واکسین لومړی دوز ۸۴ سلنه ماشومانو ته ورکړل شوی او دویم دوز ته ۷۶ سلنه ماشومان رسېدلي، خو لا هم ۳۰ میلیونه ماشومان د شري له ناروغۍ خوندي نه‌دي.

د یونېسف اجراییوي مشرې کترین راسل وویل، چې د واکسین نیمګړتیاوې د «بشري ناورین زنګ» دی او ټینګار یې وکړ: «هېڅ ماشوم باید مریض ونه ګڼل شي او نه باید خپل ژوند د لاسه ورکړي، ځکه چې د واکسین مخنیوي لارې شتون لري.»

هغې په خپلو خبرو کې حکومتونو، خیریه بنسټونو او ټولنې ته بلنه ورکړه، چې د واکسین کمپاینونه قوي کړي، مالي تشې ډکې کړي، په ناامنه سیمو کې خدماتو ته لاسرسی برابر کړي او د ناروغیو مخنیوي لپاره د ناسمو معلوماتو پروړاندې مبارزه وکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان او یونېسف له ټولو اړخونو غواړي، چې د واکسین پروړاندې مالي، تخنیکي او ټولنیزې ژمنتیا ساتنه وکړي، ترڅو تر ۲۰۳۰ کال پورې ټاکل شوې موخې پوره او د نړۍ ټول ماشومان د وژونکو ناروغیو څخه خوندي کړي.

نور خبرونه

رادیو