د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که د اسراییل هدف د سوريې ټوټه کول وي، نو تېروتنه کوي.
نوموړي په خپل اېکس کې ویلي، چې د سوریې ټوټه کېدل د سیمې د بېثباتۍ لامل ګرځي او خپله اسراییل ته هم ګواښ پېښوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) همداراز پر دمشق د اسراییل بریدونو ته په اشارې ویلي، چې د سوريې ټوټه کېدل د اسراییل لپاره یوه «جدي تېروتنه» ده.
نوموړي لیکلي:«ټوټه شوې سوریه به په سیمه کې بې ثباتي او ان شخړې زياتې کړي او بالاخره به خپله اسراییل ته هم لوی ګواښ پېښ کړي.»
د راپورونو له مخې، اسراییل د چهارشنبې په ورځ د سوریې پلازمېنه دمشق باندې سخت هوايي بریدونه وکړل.
د دفاع وزارت یوه برخه ویجاړه شوې او د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ هم لګېدلي دي.
اسراییل ویلي، دا بریدونه یې د هغو حکومتي ځواکونو پر ضد کړي چې د سوریې په سوېل کې د دروزو اقلیت پر ضد عملیات کوي.
دا بریدونه د سوریې لپاره خطرناک بدلون ښيي او نړۍواله ټولنه له ټولو اړخونو غواړي چې وضعیت نور خراب نه کړي.