د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د «لوی کوروش فرمان» ته په اشارې سره، چې ۲۵۰۰ کاله وړاندې یې یهودیان ازاد کړي وو، ویلي چې اسراییل به یوه ورځ «د ایران ولس» له هغه استبدادي رژیم څخه خلاص کړي، چې نږدې پنځه لسیزې یې د هغوی د ازادۍ مخه نیولې ده.
نتنیاهو دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د یوې ناستې پر مهال وکړې او همداراز یې زیاته کړه: «کوروش موږ ازاد کړي وو او ښايي زموږ اوسني عملیات د ایران د استبدادي رژيم په دېوال کې درزونه اچولي وي.»
دا لومړی ځل نه دی، چې نتنیاهو د ایران په اړه د هخامنشي پاچا د لوی کوروش یادونه کوي.
هغه مخکې د ۱۴۰۱د وري په میاشت کې هم د ایراني تمدن او د یهودیانو له لرغوني ایران سره د تاریخي اړیکو په اړه ویلي و: «موږ یو سړی درلود چې هېڅکله بهیې هېر نه کړو: لوی کوروش چې نوم یې زموږ په اسماني کتاب کې هم یاد شوی. کله چې موږ د کوروش یادونه کوو، د یوه ستر تمدن له یوه ستر رهبر څخه خبرې کوو. موږ د هغه یاد لمانځو، ځکه هغه د یهودیانو د معبد د بیا جوړېدو او د بابل له تبعیده د یهودیانو د راستنېدو مرسته کړې وه.»
نتنیاهو او د ایران لپاره د بدلون ژمنه
ایران انټرنشنل د چنګاښ په ۲۲مه په یوه ځانګړي راپور کې د ملي امنیت په عالي شورا کې د اسراییل د برید خبر تایید کړ.
راپور ښیي، چې د ایران د حکومت او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې د هیواد هوایي ځواک لږترلږه یو ځل د غبرګولې ۲۶مه د ایران د لوړپوړو مشرانو د غونډې په ځای کې هدفمند بریدونه ترسره کړل.
د اسراییل د حکومت یوه ویاند د چنګاښ په ۲مه وویل: «په ایران کې د رژیم بدلون د ایراني خلکو پورې اړه لري او زموږ هدف په ایران کې د رژیم بدلون نه دی، مګر دا ممکن یو اړخیز اغېز وي.»
د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ سي اېن اېن ته د غبرګولي په ۲۵مه ویلي و: «د رژیم بدلون د جګړې رسمي موخه نه ده، مګر که دا پیښ شي، نو دا به یو ډېر ښه اړخیز اغېز وي.»
نتنیاهو د غبرګولي ۲۵مه فاکس نیوز ته ويلي و: «په ایران کې د رژیم بدلون، د جګړې پایله کېدای شي، ځکه چې د ایران رژیم کمزوری دی.»
رویټرز د دوو امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې ټرمپ د اسراییل او ایران د مشر د وژلو پلان ویټو کړی دی.