ټرمپ پر اندونیزیايي توکو ۱۹ سلنه تعرفه لګوي

۱۲ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د اندونیزیا له نوې سوداګریزې هوکړې سره سم به امریکا پر اندونیزیایي توکو ۱۹ سلنه تعرفه ولګوي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې د درملو پر وارداتو به هم د روانې جولای میاشتې تر پایه تعرفه ولګوي.

وړاندې ټرمپ ویلي و، چې د اګسټ په میاشت کې به د اروپايي ټولنې سربېره پرځینو هېوادونو تر ۳۰ تعرفې ولګوي؛ خو د ټرمپ دغه اعلان د اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شو.

نور خبرونه

رادیو