د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېد عباس عراقچي د سوریې پر ضد د اسراییل د وروستیو بریدونو په غبرګون ویلي، چې دا ډول «یرغلونه» له وړاندې اټکل کېدونکي وو او که مخه یې ونهنیول شي، ښايي نور هېوادونه هم په نښه شي.
عراقچي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «افسوس، دا هر څه له وړاندې معلوم وو. اوس پوښتنه دا نه ده چې ولې، بلکې پوښتنه دا ده چې بله کومه پلازمېنه به قرباني شي؟ د اسراییل دا وحشي رژیم هېڅ ډول سرحد یا قانون نه پېژني او یوازې د زور ژبه پرې اغېز لري.»
نوموړي زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه باید یو موټی شي او د دغه بېحده یرغلیزو بریدونو پروړاندې ګډ دریځ ونیسي.
ایران تل د سوریې له حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کړې او عراقچي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران به د سوریایي ولس ترڅنګ ولاړ پاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې اسراییلي ځواکونو پر سوریې، لبنان او غزې ګڼ بریدونه کړي، چې پراخې سیمهییزې اندېښنې یې راپورته کړې دي.
د تهران چارواکي وایي، دا بریدونه نه یوازې د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د سیمې د بېثباتۍ اصلي عامل هم ګڼل کېږي.