د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو وغوښتل چې د نړیوالو پېچلو حالاتو، په ځانګړي ډول د اسراییل او امریکا له خوا پر ایران د بریدونو پر وړاندې مسوولانه دریځ ونیسي.
نوموړي ټینګار وکړ چې دا سازمان باید نه یوازې د غړو هېوادونو ګټې خوندي کړي، بلکې د یوه متوازنه، مشارکتي او مسوول سیمهییز نظم بېلګه هم وي.
عراقچي زیاته کړه، چې ایران غواړي د شانګهای سازمان له لارې د ګډ امنیت، څو قطبي نړۍ او د نړیوال قانون د درناوي په برخه کې همکاري وکړي.