د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له بهر څخه د نشهيي توکو قاچاق د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ وباله او له نړيوالې ټولنې یې وغوښتل چې د یادې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه واخلي. متقي له نشه يي توکو سره د مبارزې پر نه سیاسي کېدو ټینګار کړی.
نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر (UNODC)عملیاتي رییس بو ماتیاسن سره لیدنه کې کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د (UNODC) دفتر عملیاتي رییس افغانستان ته خپل سفر مهم بللی او «د نشه یي توکو پر وړاندې یې د طالبانو اقدامات ستایلي.»
متقي د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه تاریخي یاده کړې او پر نړیوالو یې غږ کړی، چې افغان کروند ګرو ته د بدیل معیشت، د عایداتو قانوني سرچینې برابرولو او د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري ترسره کړي.
د طالبانو د یاد وزارت له قوله، دواړو خواوو پرېکړه کړې، چې له نشه يي توکو سره مبارزه سیاسي نه شي.