لاوروف د ټرمپ ۵۰ ورځو مهلت په غبرګون کې: هېڅ ډول شرط نه منو، ډېپلوماټیکې هڅې دې زیاتې شي

۲ ورځې مخکې

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو غواړي پوه شي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو تر شا څه انګېزه ده، چې ویلي یې دي روسیه باید د ۵۰ ورځو په موده کې له اوکراین سره د سولې تړون ته غاړه کېږدي.

لاوروف دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د چین په تیان‌جین ښار کې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۵مې ناستې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې شک نه لري، روسیه به د هر ډول نویو بندیزونو مقابله وکړي.

بل‌خوا د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف هم د سې‌شنبې په ورځ وویل، مسکو لا هم د اوکراین د شخړې د حل لپاره ډیپلوماسي غوره لاره ګڼي او خبرو ته لار خلاصه ده.

ریابکوف د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» سره په یوه تازه مرکه کې، د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل: «روسیه هېڅ ډول ګواښونه یا شرطونه نه‌مني. موږ دا روښانه کوو چې هر ډول فشار، په ځانګړي ډول شرط، زموږ لپاره د منلو وړ نه‌دی.»

ریابکوف ټینګار وکړ چې باید سیاسي او ډیپلوماټیکې هڅې لا زیاتې شي او یو ځل بیا یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دا دریځ تکرار کړ چې روسیه خبرو ته چمتو ده او د شخړې سوله‌ییز حل غواړي.

خو نوموړي خبرداری ورکړ، چې که د خبرو هڅو ته مثبت ځواب ور نه‌کړای شي، نو مسکو به خپلې نظامي موخې د ځانګړو پوځي عملیاتو له لارې تعقیب کړي. هغه زیاته کړه: «زموږ دا دریځ نه‌بدلېدونکی دی. موږ غواړو چې واشنګټن او ناټو دا مساله جدي ونیسي.»

ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې واشنګټن به له کیېف سره د وسلو مرستې ته دوام ورکړي، خو دا به د اروپايي تمویل تر شرط لاندې وي او دا به د ناټو په همغږۍ ترسره کېږي.

نوموړي همداراز ګواښ وکړ، چې که د ۵۰ ورځو دننه د اوکراین جګړه پای ته ونه‌رسیږي، نو پر روسیه او د هغې پر تجارتي شریکانو به سل سلنه وارداتي تعرفې ولګوي.

نور خبرونه

رادیو