د روسیې ولسمشرۍ یا کرملېن ماڼۍ وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د روسي صادراتو پر پېرېدونکو د بندیز ګواښ هم پکې شامل دی، جدي دي او باید په پوره دقت وڅېړل شي.
ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د روانې جګړې په تړاو له ولادیمیر پوتین څخه خپله ناهیلي څرګنده کړې او پرون یې اوکراین ته د نورو وسلو د ورکړې اعلان وکړ او همداراز یې خبرداری ورکړی چې که روسیه له اوکراین سره د سولې هوکړې ته غاړه کښېنږدي، نو د روسي صادراتو پېرېدونکي به هم له بندیزونو سره مخ شي.
د روسیې او ولسمشر پوتين په تړاو د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو د کرملېن ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، "د امریکا د ولسمشر څرګندونې ډېرې جدي دي. ځینې یې مستقیماً د ولسمشر پوتین په اړه دي. موږ ته خامخا وخت په کار دی چې دا خبرې په دقت سره تحلیل کړو. که چېرې ولسمشر پوتین لازمه وبولي، نو خامخا به غبرګون وښیو."
نوموړي کېیف ته د نورو وسلو لېږد ته په اشارې سره وویل، "په واشنګټن، ناټو هېوادونو او په ځانګړې توګه بروکسل کې چې کومې پرېکړې کېږي، د اوکراین د سولې نه، بلکې د جګړې د دوام نښې ګڼل کېږي."
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند یو ځل بیا په ټينګار سره وویل، روسیه لا هم له اوکراین سره مخامخ خبرو لپاره چمتو ده او د کېیف له لوري د خبرو بیا پیل ته په تمه ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ګواښ وکړ چې که له روسیې سره د اوکراین د جګړې د ختمېدو لپاره په ۵۰ ورځو کې کومه موافقه ونه شي، نو پر مسکو به ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي.