د پی بي اېس خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې لوړپوړي ډیپلوماتان وایي چې له اسراییل سره د یوې نوې هوکړې په اړه چې موخه یې غزې ته د بشري مرستو زیاتول دي، د پلي کېدو تازه معلومات غواړي.
دا هوکړه تېره اوونۍ د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس او د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډون ساعر ترمنځ شوې، چې له مخې یې غزې ته د خوراکي توکو او تېلو د رسولو اجازه ورکړل شوه.
خو اروپايي چارواکي وايي، تر اوسه د دې هوکړې عملي نتیجه نهده لیدل شوې.
د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونه لکه ایرلنډ، هالنډ او هسپانیا له اسراییل سره د اړیکو بیا ارزونه غواړي.
د هوکړې جزیات لا هم مبهم دي، خو د مرستو زیاتول، د سرحدونو پرانیستل او د کرم شالوم سرحد کې د څار مرکز جوړول د اروپايي ټولنې مهمې غوښتنې دي.
په بروکسل کې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال لسګونه لاریون کوونکو له اروپا وغوښتل، چې پر اسراییل بندیزونه ولګوي.
د دوی په باور، لکه څنګه چې اروپا پر روسیې بندیزونه ولګول، باید اوس هم ورته ګام واخلي.
د جګړې له پیله د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر ۵۸ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.
اروپايي ټولنه وايي، تر هغه چې عملي پرمختګ ونهشي، د مرستو خبره یوازې پر کاغذ پاتې ده.