د بشري حقونو وکیلان: د سوډان چټک ځواکونو ډلې په دغه هېواد کې نږدې ۳۰۰ کسان وژلي دي

۲ ورځې مخکې

په سوډان کې د بشري حقونو وکیلان وایي، چې د دغه هېواد د چټک ځواکونو ډلې نږدې ۳۰۰ کسان وژلي دي.

د دغه وکیلانو په وینا؛ دغه ولسي وګړي د سوډان د شمالي کردفان ایالت په څو کليو کې وژل شوي، چې په‌کې مېندوارې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

دا وکیلان وايي، چې د شنبې په ورځ د بارا ښار په شاوخوا څو کلیو بریدونه شوي او یوازې په شګ النوم کلي کې تر ۲۰۰ ډېر خلک په ډزو وژل شوي او یا سوځول شوي دي. دغه ډول د حلات حمید په کلي کې هم لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور تري تم دي.

نور خبرونه

رادیو