ایمل ولي خان: مولانا خانزېب ټي ټي پي او داعش خراسان وسله والو ډلو نه دی وژلی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۴

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وايي، د پاکستان له امنیتي ادارو په باجوړ کې د یاد ګوند د وژل شوي غړي مولانا خانزېب قاتلین غواړي، خو هغه ټینکار کوي، چې نوموړی وسله والو ډلو نه دی وژلی.

اېمل ولي خان وویل:« پاکستانی ریاست دې د مولانا خانزېب اووه تنه قاتلین وسپاري.»

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان نن سې شنبه « د چنګاښ ۲۴مه» په پېښور باچا خان مرکز کې د یوې خبر ناستې پرمهال وویل، چې د باجوړ په ګډون د پښتونخوا په سیمو کې د روان کړکېچن امنیتي وضعیت په تړاو به ډېر ژر په مرکز او پېښور کې ټول ګوندونو ناسته او پښتون جرګه راوغواړي.

اېمل ولي خان وايی چې د مولانا خانزېب د وژل کېدو پرمهال هلته امنیتی کامرې فعالې وې او اووه تنو موټرسایکل سپرو پر هغه ډزې کړې او وژلی یې دی.

هغه نیوکه وکړه، چې تحریک طالبان پاکستان او داعش د مولانا خانزېب په وژلو کې لاس لرل رد کړي دي خو د پاکستان امنیتي ادارې په ټولنیزو رسنیو کې دا پړه پر وسله والو ډلو اچوي.

اېمل ولي خان د خبري ناستې پرمهال په یوه برخه کې وویل:« مولانا خانزېب ته د نامعلومو کسانو له خوا ویل شوي وو، چې یا عوامي نشنل ګوند پرېږده او یا هم له باجوړ څخه ووځي.»

د عوامي نېشنل ګوند د علماوو څانګې مشر او پښتون ملتپال سیاستوال مولانا خانزیب د چنګاښ پر ۱۹مه د باجوړ په شنډۍ ګرځني سیمه کې چې، د جولای ۱۳مې امن پاڅون لپاره پر کمپاین بوخت و، د ناپېژندو وسله والو په برید کې لومړی ټپي شو او وروسته په روغتون کې ومړ.

نور خبرونه

رادیو