د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ډیموکراټ ګوند مشران سخت غندلي او نیوکه یې کړې، چې د ټرمپ پر وړاندې پټه خوله پاتې دي.
هغه ویلي، چې د ډیموکراټ ګوند ځینې مشران له وېرې څه نه شي ویلای.
اوباما هغو شتمنو خلکو ته هم ګوته ونیوله، چې د خپلې شتمنۍ د خوندیتوب لپاره یې له ټرمپ سره جوړجاړی کړی دی.
اوباما زیاته کړه:« باید ډیموکراټان په ډېرو سختو شرایطو کې هم د خپلو ارزښتونو دفاع وکړي، په تېره بیا د بیان ازادي ډېره مهمه ده.»
د اوباما په وینا؛ د هېواد ټولنیز پرمختګ یې ټکنی شوی او باید ډیموکراټان د شکایت پر ځای په عمل کې د خلکو خدمت وکړي چې راتلونکې ټاکنې وګټي.