د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر : پر روسیې دې نور هم فشار زیات شي

۲ ورځې مخکې

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپر فېلډکمپ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې ویلي یې دي امریکا به د ناټو متحدینو ته د اوکراین د ملاتړ لپاره وسلې ورکړي. فېلډکمپ وویل: «موږ باید پر روسیې فشار زیات کړو».

هغه د ټرمپ پر ۵۰ورځني ضرب‌الاجل اندېښنه وښوده او ویې‌ویل چې دا "نسبتاً اوږده موده ده."

هغه وویل، هالنډ له مخکې نه هم اوکراین ته د پام وړ پوځي ملاتړ برابر کړی.

هغه زیاته کړه: "زه دا هم ارزښتناک ګڼم چې امریکا بالاخره دا درک کړې چې پوتین د اوربند لپاره رښتینی اقدام نه کوي او وخت ضایع کوي."

هغه وویل: "ډېره مهمه ده چې امریکا ګام پورته کړي او موږ هم د اروپايي ټولنې په توګه یو ځای مخ پر وړاندې ځو." نوموړي هیله وښوده چې اروپايي ټولنه به ژر تر ژره د بندیزونو اتلسمه کڅوړه تصویب کړي.

نور خبرونه

رادیو