د دوبي ګرمې څپې او د برېښنا پرچاوۍ؛ کابل مېشتي وایي، د برېښنا له پرچاویو نور په تنګ دي

۲ ورځې مخکې

په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه په کابل کې د هوا له ګرمېدو سره هم‌مهاله، د برېښنا دوامداره پرچاویو کابل مېشتي اندېښمن کړي دي.

د کابل د شاه شهید سیمې اوسېدونکې فوزیه وايي، د هوا په ګرمېدو دوی په شپه او ورځ کې یوازې له ۴ تر ۶ ساعتونو پورې برېښنا لري.

هغه وایي:« پخوا به د شپې برق و؛ خو اوس د شپې له‌خوا هم ځي. هوا هم ډېره ګرمه شوې له پکي پرته نه کېږي او دا حالت ځورونکی دی.»

خو د کابل مېشتو ستونزه یوازې د برېښنا پرچاوي نه‌ده؛ بلکې دوی د برېښنا له لوړو بېلونو هم شکایت لري.

یو بل تن چې د کابل په قصبې بلاکونو کې اوسېږي او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي؛ د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي، که څه هم د برېښنا پرچاوۍ ډېرې دي؛ خو بېلونه یې بیا زیات راځي.

هغه وایي:« زموږ تېر بېل شاوخوا درې زره افغانۍ راغلی و، چې برق نه وي دا ډېرې پیسې دي. په کور کې د رڼا وسایل او له پکي پرته بل څه نه لرو.»

له بل پلوه د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې فرشته چې د دوو ماشومان مور ده؛ وايي د برېښنا پرچاوۍ یې د ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.

هغه وایي:« زما یوه لور اوه کلنه او بله څلور کلنه ده. بدمرغي دا ده، چې د سختې ګرمۍ پرمهال برېښنا ځي، د دوی روغتیا ته ډېره اندېښمنه یم.»

که څه هم د طالبانو حکومت په وار، وار ویلي، هڅه کوي چې د برېښنا ستونزه او په ځانګړي ډول د دوبي په رارسېدو د کابل ښار د برېښنا د کمښت ستونزه حل کړي؛ خو د کابل اوسېدونکي وايي، چې سږ دوبی یې د برېښنا د دوامداره پرچاوۍ له کبله له کړاوه ډک تېرېږي.

افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي، چې په یادو هېوادونو کې د اړتیا پرمهال افغانستان ته د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او نړۍوال بانک راپور ورکړی و، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې سیاسي کړکېچ د انرژۍ په برخه کې پانګونه په پراخه کچه کمه کړې او په پایله کې یې په افغانستان کې د برېښنا د برابرولو ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو