د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنیز دفتر ویلي، چې هغه نن په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په ګډه ناسته کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره پر ملي تفاهم یو ځل بیا ټنیګار کړی دی. هغه افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ګڼلی دی.
د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۳مه) په یاده ناسته کې پخواني ولسمشر له جاپان هېواد څخه مننه کړې، چې په افغانستان کې یې په روغتیایي او زدهکړو برخه کې لازمې مرستې کړې دي.
نوموړي جاپان د افغانستان تاریخي دوست هېواد هم یاد کړی دی.