په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د قومونو، سرحدونو او قبایلو چارو ریاست خبر ورکړی، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۲۲ شخصي دوښمنۍ د جرګو له لارې حل کړې دي.
د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۲مه) د یادې ادارې مشر رحمت الله غازي عمر د چپرهار ولسوالۍ اړوند په دولت زیو کلي کې د یوې شخصي دوښمنۍ د حل په موخه د جرګې پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.
هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته زیاته کړې، چې د دوی په واکمنۍ سره په ننګرهار ولایت کې زرګونه شخصي دوښمنۍ ختمې شوې دي.
طالبان دغه ادعاوي داسې مهال کوي، چې ویل کېږي د همدې ډلې جنګیالیو او قوماندانانو په لرو پرتو یا کلیوالو سیمو کې شخصي دوښمنیو ته لاره هواره کړې ده.
په ننګرهار کې د مخکني جمهوري نظام پر مهال د بېلابېلو ولسوالیو ولسوال حاجي غالب نږدې دوه کاله مخکې په یوه وېډیوي پېغام کې دا په ډاګه کړې وه، چې نوموړی د یوې شخصي دوښمنۍ د حل لپاره په زوره مجبور کړای شوی و.
هغه ویلي و، د طالبانو یو ځایي قوماندان یې د کورنۍ شل غړي وژلي او د ده کورنۍ ورسره شخصي دوښمني لري؛ خو نوموړی په زوره مجبور کړای شوی، څو ورسره د یوې جرګې له لارې روغه وکړي.
د راپورونو له مخې؛ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې طالبان په دوښمنیو کې ښکېل دي او د خپل حاکمیت په لاسته راوړلو سره خلک مجبوري؛ څو ورسره دغه ستونزې د جرګو له لارې حل کړي.
ځینې کورنۍ نیوکې کوي، چې طالب جنګیالیو یې د کورنۍ غړي وژلي او د دې پر ځای چې عدالت پرې پلی شي؛ نو د زور له لارې یې جرګو او روغې جوړې ته مجبوروي.