ټرمپ ومنله، چې پر اوکراین د پاټریوټ هوایي دفاع سیسټم پلوري

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې، چې پر اوکراین د پاټریوټ نومي هوایي دفاع سیسټمونه پلوري او اوکراین هم ورسره ژمنه کړې چې د دغه سیسټم ټول لګښتونه به د امریکا حکومت ته ورکړي.

ټرمپ د یک‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۲مه) له نیو جرسي څخه سپینې ماڼۍ ته د بېرته تګ پر مهال د مرېلینډ په ادروز پوځي هوايي اډه کې دغه څرګندونې کړې دي.

هغه د دغه دفاعي وسلو او سیسټم د کره شمېر یادونه ونه‌کړه؛ خو په ټینګار سره یې وویل، چې امریکا نور اوکراین ته بودجه نه ورکوي.

هغه زیاته کړې، چې د شدیدې اړتیا له‌مخې اوکراین ته د پاټریوټ هوایي دفاع سیسټم ورکوي.

ټرمپ همدا راز وویل، چې د روسې له ولسمشر ولادیمیر پوتن څخه سخت نهیلی شوی دی.

د هغه په خبره: «پوتین ښایسته خبرې کوي؛ خو د شپې بیا خلک بمباروي.»

نور خبرونه

رادیو