د امریکا سنا: چین نړیوال ډیپلوماټیک نفوذ پراخوي او امریکا له ډیپلوماسۍ شاتګ کوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ډیموکراټانو د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، چین د امریکا د ولسمشر د پالیسۍ له امله رامنځته شوې خلاوې ډکوي او په نړیواله کچه خپل نفوذپراخوي خو امریکا بیا په نړۍواله کچه خپل حضور راکموي.

دغه څېړنیز راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د ټرمپ ادارې بهرنیو چارو وزارت خپل یو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

یوازې د تېرې جمعې په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ۳ زره ګوښه کېدونکو له ډلې څه باندې ۱۳۵۰ کارکوونکي له خپلو دندو ګوښه کړل.

دغه وزارت له دې سربېره میلیاردونه ډالره بهرنۍ مرستې هم کمې کړې او همداراز د امریکا د نړۍوالې پراختیا اداره یې هم تقریبا بنده کړې او ورسره زرګونه کارکوونکي او قراردادیان بېکاره شوي دي.

منتقدین بیا وايي، د دولتي کارکوونکو او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو دغه کمښت به د واشنګټن هغه وړتیاوې کمزورې کړي چې په بهر کې به یې د امریکا له ګټو دفاع کوله.

د لانسېټ طبي ژورنال د یوې څېړنې له مخې، د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې د بندېدو له امله به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱۴ میلیونه اضافي مړینې رامنځته شي.

د ټرمپ اداره بیا وايي، دا بدلونونه د لومړی امریکا له پالیسۍ سره سمون لري او موخه‌یې هم د فډرالي بیوروکراسۍ کمول او د بې ځایه لګښتونو مخنیوی دی.

د ډيموکراټانوي۹۱ مخیز راپور ښيي چې چین په بیلابیلو برخو لکه راډیويي خپرونو، روغتیايي پروګرامونو، او پراختیايي هڅو کې خپل نفوذ پراخوي.

راپور کاږي، "چین د نړۍوال نظم لپاره روښانه لیدلوری تعقیبوي په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره په نړیواله کچه د امریکا ښکیلتیا کموي."

راپور لسګونه موارد ذکر کړي چې چین هلته فعال شوی چیرې چې امریکا خپل نړیوال پروګرامونه کم کړي یا بند کړي، لکه د واکسینونو تمویل، د خوړو مرسته او د زیربناوو پراختیا؛ لکه امریکا چې په افریقا کې د خوړو مرستې بندې کړې، چین د۲میلیونه ډالرو په ارزښت وریجې یوګانډا ته ورکړې.

په راپور کې ویل شوي چې په سویل ختیزه اسیا کې، د چین ولسمشر شي جین پینګ د ویتنام، کمبوډیا او مالیزیا له مشرانو سره د لیدو لپاره هم سفرونه پیل کړل او په دغو سفرونو کې یې په ویتنام کې د ریل پټلۍ د اړیکو لپاره یو تړون، په کمبوډیا کې د انرژۍ، تعلیم او زیربناوو او په مالیزیا کې د تخنیکي او تولیدي تبادلو سکتورونو کې د همکارۍ ۳۷تړونونه لاسلیک کړل.

د رویټرز د رپوټ له مخې، په لاتین امریکا کې، چین د می په میاشت کې د "چین-لاتین امریکا او کارابین فورم" کوربه توب وکړ او هلته یې هم د ۹ میلیارده ډالرو پور ورکړه اعلان کړه.

په راپور کې ویل شوي چې چین له ډیپلوماسۍ څخه د امریکا له وتلو سره سم ګام پورته کوي.

نور خبرونه

رادیو