د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که له روسیې سره د اوکراین د جګړې د ختمېدو لپاره د ۵۰ ورځو دننه کومه موافقه ونه شي، پر مسکو به "ډېرې ډېرې سختې" ګمرکي تعرفې ولګوي. نوموړي وویل چې له روسیې سخت ناخوښه دی.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، « موږ به ثانوي تعرفې عملي کوو. که په۵۰ ورځو کې توافق ونه شي، نو دا خبره ساده ده، تعرفې به ۱۰۰ سلنه وي. همداسې ده، نور څه نشته».
ټرمپ دا خبرې د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره د سپینې ماڼۍ په دفتر کې د ناستې پر مهال وکړې.
نوموړي وویل چې له روسیې سخت ناخوښه دی.
ټرمپ زیاته کړه: «زه سوداګري د ډېرو شیانو لپاره کاروم، خو دا د جګړو د ختمولو لپاره هم یوه ښه وسیله ده».