رویټرز د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د اسنادونو پربنسټ راپور ورکړی، چې دا اداره په معمول ډول لږ تر لږه ۲۴ ساعته وړاندې یوه کډوال د اېستلو خبر ورکوي، خو د یوې نوې پالیسۍ له مخې بیا اوس دغه اداره کولی شي په "بېړنیو حالاتو" کې یوازې ۶ ساعته وروسته له خبر ورکولو کډوال وباسي.
دا پالیسي د یادې ادارې سرپرست مشر ټاډ لیونز د چنګاښ پر ۱۸مه خپره کړې، چې د ټرمپ د ادارې له لوري د کډوالو د اېستلو د بهیر چټکېدو څرګندونه کوي.
په دې پالیسي کې ویل شوي، کډوال هغه درېیمو هېوادونو ته شړل کېږي چې له امریکا سره یې دا ژمنه کړې، چې دغه کسان به نه شکنجه کوي او نه به قانوني تعقیبوي. دا اېستل به پرته له دې چې کډوال د اوږدې قانوني پروسې له پړاوونو تېر شي، عملي کېږي.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې نوې پالیسي ښيي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د کډوالو د اېستلو بهیر نور هم ګړندی کړي.
د امریکا سترې محکمې په جون میاشت کې د یوه محلي محکمې هغه حکم لغوه کړ، چې د کډوالو اېستل یې تر هغو محدوداوه، څو دا ثابته شي چې کډوال استول کېدونکو هېوادونو کې له ګواښ سره نه مخ کېږي.
له دغه حکم وروسته، د ټرمپ ادارې له کیوبا، لایوس، مکسیکو، میانمار، سوډان او ویتنام څخه ۸ کډوال سوېلي سوډان ته وشړل.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د امریکا حکومت له پنځو افریقایي هېوادونو وغوښتل، څو هغه کډوال ومني چې له درېیمو هېوادونو اېستل.
د ټرمپ اداره استدلال کوي، هغه کسان چې امریکا کې د پاتې کېدو حق نه لري، ژر باسي.
خو د کډوالو د حقونو فعالان دا پالیسي "ظالمانه او خطرناکه" بولي، ځکه امکان لري چې خلک داسې هېوادونو ته واستول شي چې له ګواښ سره مخ دي یا هېڅ ډول اړیکه او اشنایي ورسره نه لري.
درېیم هېواد ته د شړلو پالیسي پخوا هم په امریکا کې کارېدله، خو داسې ښکاري چې دا به د ټرمپ د ادارې پر مهال لا شدیده شي.
دغه بهیر دا اندېښنې هم راپورته کړې دي، چې ښایي افغان کډوال هم هغو درېیمو هېوادونو ته وشړل شي، چې پکې له سختو شرایطو او ناوړه پایلو سره مخامخ شي.