اوکراین نوې لومړۍ وزیره ټاکي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي اعلان وکړ چې یولیا سویریدینکو یې د اوکراین د نوې صدراعظمې په توګه وړاندیز کړې.

نوموړې اقتصادپوهه ده او له دې وړاندې یې له واشنګټن سره د منرالونو پر سر د مهمو خبرو مشري کړې ده.

زېلېنسکي ویلي: «موږ د اوکراین په اجرايي برخه کې د بدلون لړۍ پیل کوو. ما یولیا سویریدینکو ته بلنه ورکړې چې د اوکراین د حکومت مشري وکړي ».

یولیا سویریدینکو د اقتصادپوهې په توګه زده کړې کړې او په اوکرایني حکومت کې یې څو مهمې دندې ترسره کړې دي، چې د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ وزیرې او د ولسمشر د دفتر مرستیالې مشري پکې شاملې دي.

نور خبرونه

رادیو