سوریه کې د مذهبي شخړو له امله د وژل شویو شمېر ۳۰ کسانو ته ورسېد

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

د سوریې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په سوېدا ښار کې د دروزي مذهبي لږکیو د وسله‌والو نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی او شاوخوا ۱۰۰تنه نور بیا ټپیان دي. دغه وزارت د دوشنبې په سهار په همدې تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړې.

دغه نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې یو دروزي سوداګر د دمشق او سوېدا پر لاره وتښتول شو.

دا لومړی ځل دی، چې د سوېدا په مرکزي ښار کې مذهبي نښتې کېږي او تر دې دمخه په اپرېل میاشت کې هم د دمشق سوېل ختیځ په جرامانه سیمه کې د سني وسله‌والو دروزي جنګیالیو ترمنځ دغه ډول نښتې رامنځته شوې وې.

د سوريې د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دوی به ډېر ژر د سوېدا ښار د وضعیت د کنټرول لپاره مستقيمه مداخله پيل کړي.

یاد وزارت له دروزي سيمه‌ييزو ډلو غوښتي، چې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي؛ ترڅو وضعيت بېرته عادي حالت ته وګرځي.

نور خبرونه

رادیو