امریکا او برېتانیا د ټکنالوژۍ په برخه کې د ۴۲ میلیارد ډالرو تړون لاسلیک کړ. دغه تړون برېتانیا ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویم سفر پرمهال شوی دی.
د یاد تړون له مخې؛ مایکروسافټ، ګوګل او نور امریکايي شرکتونه په برېتانیا کې د مصنوعي ځیرکتیا، اټومي انرژۍ او په ځینو نورو برخو کې پانګونه او ګډ کار کوي. په برېتانیا کې د امریکايي شرکتونو له پانګونو تود او پراخ هرکلی شوی دی.