د تازه مېوو موسم؛ یوشمېر افغانانو د تازه مېوو کارونې لپاره د خلکو د هڅونې کمپاین پیل کړی

۲ ورځې مخکې

په افغانستان کې د تازه مېوو فصل په رارسېدو د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د لنډو ویډیويي پیغامونه خپرولو یو کمپاین پیل کړی، چې خلک د دغه مېوو کارونې ته وهڅوي.

د ولسي جرګې پخواني غړي سید احمد سېلاب د تازه میوو ډک پتنوس په لاس ویډیويي پیغام کې ویلي، چې افغانان باید له بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ لپاره تازه میوې واخلي.

هغه وایي:« بېلابېلې تازه مېوې بازار ته راوتلې دي، چې بیې یې ډېرې مناسبې او ارزانه دي، له دغه میوو څخه استفاده د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ سربېره د فقر او بې وزلۍ پر وړاندې مبارزه ده.»

په ورته وخت کې د افغانستان د تازه میوو د انجمن مشر فاروق احمدي هم پر افغانانو غږ کړی، چې له تازه مېوو دې ګټه واخلي.

هغه ویلي:« ګیلاس، زردالو، شفتالو او زموږ نورې ډېرې میوې په کمه بیه پلورل کېږي، له ټولو هېوادوالو هیله کوم، چې دغه مېوې واخلي څو زموږ بزګران یو څه پیسې لاس ته راوړي او لا پسې وهڅېږي.»

یو شمېر بزګرانو او بڼوالو وړاندې له افغانستان انټرنشل ـ پښتو سره په خبرو کې د تازه مېوو له سړو بازارونو شکایت کړی و او ویلي یې و، چې تازه مېوې یې خلک په نشت بیه ترې غواړي.

د تازه میوو فصل په رارسېدو د افغانستان بازارونه په ډول، ډول مېوو لکه شفتالو، زردالو، الوبالو، هندواڼو، خټکيو او نورو رنګینو مېوو ښکلي کېږي.

نور خبرونه

رادیو