د امریکا په متحده ایالاتو کې پرېنسټن پوهنتون اعلان کړی، چې یوه مهمه علمي او سیاسي ناسته به د افغانستان د اوسني وضعیت، په ځانګړې توګه د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو د اغېزو د ارزونې لپاره ترسره کړي.
یاده ناسته به د دې پوهنتون د عامه او نړۍوالو چارو پوهنځي له لوري د زمري یا اسد په ۱۴مه نېټه ترسره شي، چې عنوان یې «د افغانستان ناورین او د هغې حق چې زده کړې وکړي» دی.
د پوهنتون د رسمي اعلامیې له مخې، د بحث د اصلي ویناوالو ترڅنګ دا انلاین ناسته د افغانستان د پالیسي لابراتوار او د مرکزي اسیا انسټیټیوټ لهخوا تنظیم شوې او شاوخوا ۶۰ دقیقې به دوام وکړي.
په دې بحث کې به ځانګړې پاملرنه هغو نامتناسب محدودیتونو ته کېږي، چې د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو لګول شوي دي.
د ناستې د جوړوونکو په وینا، ددې ناستې موخه دا ده چې د امریکا د خلکو ترمنځ د افغان ښځو د روانو مبارزو په اړه پوهاوی زیات شي او همداراز خلکو ته دا وښيي، چې دا مبارزه د زدهکړې، کار، او ټولنیز مشارکت لپاره روانه ده، هم دننه په افغانستان کې او هم د هېواد څخه بهر د کډوالۍ په شرایطو کې.
په دې غونډه کې به د مرکزي اسیا د انسټیټیوټ اجراییوي مشر د افغانستان دننه د خپلو تعلیمي او معیشتي پروګرامونو حال هم شریک کړي او دا به روښانه کړي، چې دا پروګرامونه څنګه د طالبانو تر محدودو شرایطو لاندې تنظیم شوي او پرمخ وړل کېږي.
ویناوال به همداراز د ځانګړو مرکو په ترڅ کې د افغان ښځو د مبارزو، روانو خنډونو او د هغو چلنجونو په اړه خبرې وکړي، چې ښځې په دننه افغانستان کې ورسره مخ دي او هم کډوالې ښځې له هېواده بهر.
پوهنتون زیاته کړې، چې نوموړي ویناوال به دا هم روښانه کړي چې د امریکا پالیسي تر کومه بریده له افغان ښځو سره همکاره پاتې شوې او د امریکایي وګړو احتمالي رول څه ډول کېدای شي چې له افغان ولس سره مرسته وکړي.
د یادولو وړ ده، دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو پر زدهکړو، کار، سفر او ټولنیز مشارکت پراخ محدودیتونه لګولي، چې دا کار له پراخو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی.