په افغانستان کې د امریکايي مرستو تر بندېدو وروسته بې‌وزلي ډېره شوې

۲ ورځې مخکې

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر پرېکړې وړاندې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو تر ۴۰ سلنه ډېرې بشري مرستې امریکا کولې؛ خو اوس مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د دغه مرستو بندېدل به پر افغانستان ناوړه اغېزې ولري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال چې د طالبانو پر ضد جګړه روانه وه؛ د امریکا څو ولسمشرانو په پرله پسې توګه ویل، چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي.

کله چې په ۲۰۲۱ کال له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، امریکایانو بیا هم له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړ.

دغه مرستې له لوږې سره د مبارزې او روغتیايي خدمتونو په برخو کې وې، چې په ناڅاپي ډول بندې شوې.

سپينې ماڼۍ وویل، چې دا مرستې د امریکا له ګټو سره اړخ نه لګوي او د دوی له ارزښتونو سره ټکر لري.

د اپرېل پر اتمه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې نور د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ته پیسې نه ورکوي؛ د دوی په باور له دې مرستو څخه ترهګرې ډلې استفاده کوي.

مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، چې دغه پرېکړه به د عامو افغانانو لپاره خورا خطرناکې پایلې ولري، په ځانګړي ډول د هغو افغانانو له پاره چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور را اېستل شوي او یانور هغه افغانان چې د هغوی پر سفرونو د ټرمپ د وروستي فرمان له امله په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي.

سپينې ماڼۍ د خپل نظر ننګه وکړه او په یوه اعلامیه کې یې وویل: «موږ کافي شواهد لرو، چې د امریکا مرستې د بېوزله خلکو پر ځای د طالبانو جېبونو ته ځي؛ خو نه یې دا شواهد وړاندې کړل او نه یې هم په دې اړه د چا پوښتنو ته ځواب ورکړ.»

ځینې طالب چارواکي وايي، چې دوی نور د لوېدیځ مرستو ته اړتیا نه لري؛ خو اوس لیدل کېږي، چې د افغانستان اقتصاد ویجاړ دی، روغتونونه خدمات نه لري او د طالبانو دې سیاست د ملت غوسه راپارولی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د جون تر میاشتې پورې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ټکني شوي او یا په ټپه درېدلي دي.

دغه سازمان اټکل کوي، چې له دې امله تر درې مېلیونه ډېرو خلکو ته زیان اوښتی دی.

که څه هم افغان چارواکي وايي، چې ځینې روغتونونه د نورو مرستندویه بنسټونو په مرسته بېرته فعال شوي؛ خو واشنګټن پوست له اتو روغتیايي مرکزونو له کارکوونکو سره مرکې کړې دي او هغوی ورته ویلي، چې په افغانستان کې روغتیايي وضعیت ورځ په ورځ پسې ویجاړېږي.

نوې وېره دا ده، چې ډېر ژر به روغتیايي مرکزونه د خوارځواکۍ له ناروغانو ډک شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام چې درېیمه برخه بودجه یې امریکا ورکوله وايي، چې دا مهال یوازې له یو مېلیون افغانانو سره مرسته کولای شي؛ حال دا چې لس مېلیونه خلک بېړنیو خوړو ته اړتیا لري.

د دې سازمان مشر جان ایليف وویل:« په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال له پيل څخه بیا تر دې مهاله د ثبت شویو خوارځواکو ناروغانو ګراف خورا لوړ دی، چې لامل یې د بهرنیو مرستو بندېدل دي. خلک خپل ماشومان روغتون ته بیايي؛ خو روغتون د بودجې د نشتوالي له امله تړل شوی وي.»

له افغانستان سره د مرستو د څار بنسټ یا سيګار د راپور له مخې؛ د ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو سره په افغانستان کې د ۵۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پروژې بندې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو