د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پرمختیا ادارې ویلي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې ښاري ژوند په پراخېدو دی او تر راتلونکي ۲۰۶۰ زېږدیز کاله پورې به پنځوس سلنه افغانان په ښارونو کې ژوند کوي.
دغه سازمان ویلي، ۱۹۵۰ کې له هرو شل تنو یو افغان ښار کې اوسېده؛ خو دا شمېر اوس هرو څلور کسانو کې یو ته رسېدلی دی.
یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ښارونه لا هم د بدلون لپاره په بشپړه توګه چمتو نه دي او د ناقانونه ملکیتونو ابادي او پراخېدل یې پر وړاندې له سترو ننګوونو څخه دي.
همدا راز زیاته شوې، چې ښاري کېدنه باید د مثبت بدلون اړخ وګرځی؛ نه دا چې یو ناورین رامنځته کړي او باید د ستونزو حل لارې وموندل شي.