شمالي کوریا له قید او شرط پرته د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړ کوي

۱۰ ساعتونه مخکې

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې ویلي چې له قید او شرط پرته په اوکراین کې د روسیې له بریدونو ملاتړ کوي، څو مسکو روانه جګړه کې خپلو موخو ته ورسیږي.

اون ویلي، باور لري چې روسان به « د هېواد د عزت او ګټو د دفاع په سپېڅلي ماموریت کې بریالي شي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سرګي لاوروف د شنبې په ورځ د شمالي کوریا له مشر سره کتلي دي. په ورته وخت کې تازه روسیې له مسکو څخه شمالي کوریا ته د مستقیمو الوتونو د پیل اعلان هم کړی دی.

نور خبرونه

رادیو