د شانګهای غونډه: چین او روسیه له امریکا سره پر اړیکو او اوکراین جګړې وغږېدل

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۲

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ له امریکا سره د دواړو هېوادونو اړیکې او د اوکراین جګړې د پای ته رسولو احتمالات وڅېړل. په ورته وخت کې د پاکستان او ایران سفیران هم د شانګهای ناسته کې د ګډون لپاره بیجنګ ته روان دي.

په داسې حال کې، چې د شانګهای تیانجین ښار د جولای پر ۱۵مه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې کوربه دی، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې په ورځ په بیجینګ کې له خپل چینایي سیال وانګ یي سره وکتل.

ټاکل شوې ده چې لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې هم ګډون وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، « دواړو لوریو له امریکا سره اړیکې او همداراز د اوکراین د کړکېچ د حل لارې وڅېړلې».

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسحاق ډار د شانګهاي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بیجنګ ته په سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسحاق ډار به ددې غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم ناستې ولري.

ایراني رسنیو هم خبر ور کړی، چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته په رسمي سفر لاړ شي.

په دې غونډه کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، بلاروس او هند د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

هندوستان د شانګهای همکارۍ سازمان ددفاع وزیرانو په ناسته کې د ګډې اعلامیې له لاسلیکولو ډډه کړې وه، ځکه د نوي ډيلي په وینا، په دې اعلامیه کې د بلوچستان بېلتونپالنې ته اشاره شوې وه، خو د کشمیر د پهلګام وروستۍ پېښې ته، چې هند یې تور پر پاکستان لګوي، اشاره نه وه شوې.

نور خبرونه

رادیو